د پاکستان او ترکیې ملګرتيا مثالي ده ٬ دواړه هېوادونه د شريك تاريخ٬ مذهب او كلتور په لازواله خپلوۍ تړلي شوي٬ ترکیه دې کشمیر كشاله هواري له خپل كردار تر سره كړي

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پاکستان او ترکیې ملګرتيا مثالي ګرځولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو د اولس شريكې اړيكې د دواړو رياستونو د جوړېدو نه هم پخوانۍ دي٬ تركيه دې كشمير كشالې هواري له خپل كردار ترسره كړي۔ د زيارت په ورځ د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان د پارلمان شريكې غونډې ته د وېنا نه وړاندې د هركلي كلماتو كښې ده ووئيل د تركيه اولس مشر رجب طیب اردوان د اسلامي نړۍ عظيم لارښود او د تركيې نوميالے مشر دے چا چې تركيه كښې د قانون سرلوړۍ او د جمهوريت استحكام له ډېر خدمات ترسره كړي۔ رجب طيب اردوان د آئين تحفظ او د جمهوري اقدارو په مستحكمولو كښې خپل كردار لوبولې كوم چې نه يوازې تركيې بلكې پاكستان له هم يوه لاره ده۔ ده ووئيل تركيې سره زمونږ اړيكې د شلمې پېړۍ د خلافت موومنټ د وخت نه روانې دي۔ ده د مولانا جلال الدین رومي او د حضرت علامه اقبال شاعرۍ ذكر هم وكړو او کمال عطا ترك ته ئې هم پېرزوئنې وړاندې كرې۔ ده ووئيل هند په كشمير كښې ډېر ظلمونه كوي٬ په زرګونو كشميريان د جنورۍ 2016 نه تراوسه شهيدان او ژوبل شوي او ډېر په كښې د بينائۍ نه محروم شوې۔ ده ووئيل پاك ترك فرېنډشپ ګروپ د دواړو هېوادونو د اولس نزديوالي عكاسي ده ۔ده په بېلا بېلو فورمونو د تركيې لخوا د پاكستان په مرسته مننه هم وكړه ۔