د پاکستان او ترکیې اولس د ورورولۍ اړيكې لري۔ د تركيې وړومبۍ مېرمن امينه طيب رجب اردوان د پاكستان رېډكرېسنټ تر سېوري لاندې دستورې ته وېنا

اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي) د ترکیې وړومبۍ مېرمن امینه طیب رجب اردوان د پاكستان رېډكرېسنټ تر سېوري لاندې دستورې ته خپله وېنا كښې وئيلي دې چې د پاکستان او ترکیې د دواړو اسلامي وروڼو هېوادونو اولس د ورورولۍ اړيكې لري ٬ د دواړو هېوادونو دوستي ژوره او قوي ده ٬ شريك اشتراك نړۍ له يو مثال دے٬ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت ٬ قدرتي آفتونو او په بېړنۍ وضعه كښې د يو بل مرسته او ملاتړ كړې٬ دا ورورولي روایتی نه بلكې عملي ده ٬ د دې دوستۍ لا قوي كولو او مستحكم كولو له به په بشپړه توګه ګامونه پورته كولې شي ۔ په دې موقع د آمينه رجب طيب اردوان لخوا معذورانو ته 20 الېكټرك وهيل چيئرز وركړې شول او د پاكستان رېډكرېسنټ له ئې لس انكوبيټرز هم وركړل۔ دستورې ته د هلال احمر پاكستان چیئرمېن ډاکټر سعید الٰهي ووئيل تركيې تل د پاكستان مرسته كړې چې مونږ ورته پېرزونې وړاندې كوو۔ ده په دې موقع د امینه طیب رجب اردوان د راتګ هركلي كولو سره د تركش انټرنېشنل كوآپرېشن اېجنسۍ او د ترك رېډكرېسنټ خدماتو هم ستائنه وكړه ۔ د دستورې په پاې كښې د پاكستان رېډ كرېسنټ لخوا امینه طیب رجب اردوان ته سونیئر وركړې شو۔ امينه طيب رجب اردوان په بېلا بېلو څانګو كښې ځانګړې خدمات ترسره كوٶنكو ته د پاكستان رېډكرېسنټ شيلډز وركړل