د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په ترهه ګرۍ كښې د ككړو نورو 10 خطرناكو ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړه

پینډۍ 22 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په ترهه ګرۍ كښې د ككړو نورو 10 خطرناك ترهه ګرو د مرګ سزا توثيق كړې ده ۔دا ترهه ګر پوځي افسران حلالولو٬وګړي وژلو٬په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو بريدونو او تعليمي ادارې تباه كولو كښې ككړ دي ۔د تورونو څخه چاودېدونكي توكي او په لويه توګه وسله برآمد شوې۔د آئي اېس پي آر له مخې د نهې په ورځ تفصيلات له مخې حنيفه د پلار نوم يې عمر زرين د تحريك طالبان پاكستان يو مهم غړے ؤ ٬هغه د پاك پوځ كېپټن جنيد خان٬كېپټڼ نجم رياض راجه٬نائيك شاهد رسول او لانس نائيك شكيل احمد تښتولي او قتل كړي۔د هغه د قبضې څخه چاودېدونكي توكي هم برآمد شوي۔تورن د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د جرم اعتراف كړے په كومې چې ټرائل كوټ هغه ته د مرګ سزا واورلې ده ۔تيراه ګل د پلار نوم يې خان او محمد ولي فولاد خان د لشكر اسلام مهم غړې وو۔هغوي په قانون نافذ كوونكو ادارو او وسله والو ځواكونو بريدونه كړي چې په نتيجه كښې يې حوالدار نورمست٬نائيك فرمان علي٬نائيك شبير اختر٬ سپاهې همايون٬ فخر عالم او سپاهي اسماعيل شهيدان شوي٬دې تورونو د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د جرم اعتراف كړی په كوم چې ټرائل كورټ ورته د مرګ سزا اورولې ده ۔خائسته محمد د پلار نوم يې عبدالجليل د تحريك طالبان پاكستان يو فعاله غړے وه هغه په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ دے چې په نتيجه كښې يې حوالدار محمد مقصود٬اهلكار راشد علي٬اهلكار محمد وسيم شهيدان شوي وو۔خائسته محمد د انجونو په سركاري سكول او پي ټي سي اېل په نښه كولو كښې ككړ وو۔امنيتي ادارو هغه سره چاودېدونكي توكي نيولي وو۔ده په عدالت كښې د مجسټرېټ په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړې او په دې ټرائل كورټ هغه ته د مرګ سزا اورولې وه۔علي رحمان د پلار نوم يې حبيب الرحمان٬فضل علي د پلار نوم يې فضل وحيد او محمد علي د پلار نوم يې عبدالرحمان د تحريك طالبان پاكستان فعاله غړي وو٬دې درېو واړو د ترهه ګرۍ قانون نافذ كوونكو ادارو او په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې حوالدار منير احمد او د اهلكار ساجد خان پشمول نور پوځي ځوانان شهيدان شوي وو٬امنيتي ادارو د هغه څخه چاودېدونكي توكي او درنه وسله برآمد كړې وه۔دې مجرمانو د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړې۔د دې په نتيجه كښې كورټ ورته د مرګ سزا اورولې۔نثار علي د پلار نوم يې دمساز خان د تحريك طالبان پاكستان فعاله غړے ؤ٬دې په قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې د اېف سي او پوليس چارواكو سره سره فضل الرحمان ملك شهيد شوې ؤه٬امنيتي ادارو د هغه څخه چاودېدونكي توكي او درنه وسله برآمد كړې وه۔ مجرم د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړې۔د دې په نتيجه كښې كورټ ورته د مرګ سزا اورولې ده ۔خيل جان د پلار نوم يې سيال جان د لشكر اسلام يو فعاله غړے ؤه٬دې په قانون نافذ كونكو ادارو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې عبدالله٬خېبر خاصه دار او اهلكار سميد خان پھ حق رسېدلي وو۔ده د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړې۔د دې په نتيجه كښې كورټ ورته د مرګ سزا اورولې۔پاؤ جان د پلار نوم يې اصل جان د لشكر طيبه يو فعاله غړے و٬دې په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې اهلكار قاسم رضا شهيد شوې وه ۔ده د مجسټرېټ او عدالت په وړاندې د ټولو جرمونو اعتراف كړې۔د دې په نتيجه كښې كورټ هغه ته د مرګ سزا اورولې ده ۔د پاك پوځ سرلښكر د دې ټولو وګړو د مرګ سزا توثيق كړې ده