د پارلمان شريكې غونډې ته د ترکيې اولس مشر رجب طیب اردوان خطاب خوشبينه دے

اسلام آباد 17 نومبر (اے پی پی) سرلښكر جنرال راحیل شریف د پارلمان شريكې غونډې ته د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان خطاب خوشبينه ګرځولو سره وئيلي ترکیه سره د ورورولۍ اړيكې لرو ، اولس دې مطمئن وي٬ د پاکستان دفاع په قوي لاسو كښې ده۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ د پارلمان څخه د قامی اسمبلۍ د دوهم سپيكر چیمبر په پلو تللو سره د يو خبريال د پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ سرلښكر ووئيل د تركيې اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته د زړه د كومې خطاب كړے او هغه د خپلو جذباتو څرګندونه كړې۔ د پارلمان شريكې غونډې ته د تركيې اولس مشر خطاب سره به د دواړه هيوادونو اړيكې لا مستحکمې شي ، د کشمیر په معامله د ترکیې حکومت او اولس پاکستان سره دے۔