د هيواد دفاع په قوي لاسونو كښی ده ، قام او وسله وال پوح د دښمن د كوم هم بريد ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ دے

اسلام آباد 24 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د هيواد دفاع په قوي لاسونو كښی ده ، قام او وسله وال پوځ د دښمن د كوم هم بريد ځواب وركولو لپاره چمتو ولاړ دے۔ ده دا خبره د جوائنټ چېفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال راشد محمود سره د مخه ښې ملاقات كښې وكړه۔ چا چی د زيارت پھ ورځ ایوان صدر كښې ده سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ اولس مشر د جنرال راشد محمود خذمات او ’’عملياتو ضرب عضب‘‘کامیابۍ كښی د هغه هڅې وستائلې۔ ده ووئيل جنرال راشد محمود يو رېښتنې او پیشه وره عسكر دے او د هغه د ښو صلاحیتونو په سوب د وسله والو ځواكونو پوهه او پیشه وره صلاحیتونه زيات شوې دي۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان وسله وال پوځ د نړۍ ښه پوځ دے۔ جنرال راشد محمود د خپلې مودې په مهال د اولس مشر معاونت او په لارښودنه د هغه مننه وكړه