د هند لخوا په وركنګ باؤنډري بې ګناه ماشومان په نښه كول ظلم دے۔ چوهدري برجېس طاهر

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په اېل او سي د هندي جارحيت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د هند لخوا په وركنګ باؤنډري او كنټرول لائن بې ګناه وګړي او ماشومان په نښه كول ظلم دے٬ د دې څې څومره غندنه وكړې شي كمه ده۔ د اتوار په ورځ د غندنې په بيان كښې ده ووئيل چې د هند انتهاخوښې حكومت د ذهني اړي ګړي انتها ته رسېدلے دے يو خوا د مقبوضه كشمير ځوانان وژني او په بل خوا په اېل او سي بې ګناه وګړي او ماشومان په نښه كوي۔ ده ووئيل چې په اصل كښې هند سختې مايوسې سره مخ شوے دے۔ د سي پېك پروژې په نتيجه كښې ئې خوبونه ورك شوي دي۔ ده ووئيل چې د هندي اقداماتو په نتيجه كښې د منطقې امن سختو خطرو سره مخ شوے٬ د دې به نېغ په نېغه اغېر په نړيوال امن هم كېږي۔