په 14 نومبر به سپوږمۍ زياته لويه او ډېره روښانه لېدلې شي

نيويارك 05 نومبر (اے پي پي) د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې به د نومبر په 14 نېټه 70 كاله پس سپوږمۍ د معمول نه زياته لويه او روښانه لېدلې شي۔ د ميډيا راپور ترمخه سپرمون بلونكې دا سپوږمۍ به زمكې ته ډېر نزدې راځي او نزدې 70 كاله وروستو به دا فاصله د دواړو ترمينځھ ډېره كمه وي۔ د خلائي تحقيقاتي ادارې ناسا ترمخه دا سپوږمۍ به په ياده شوې نېټه د معمول نه 14 فيصده زياته غټه او 30 فيصده زياته روښانه ليدلې شي۔ ناسا وئيلي چې په غېر معمولي توګه دومره ښكلې او روښانه په نظر راتلونكې د دې سپوږمۍ بيا ننداره كولو له به 25 نومبر 2034 ته انتظار كول وي۔ سپرمون به زمكې څخه د 2 لكھ 26 زره كلوميټر په مسافت وي۔ كال 2016 كښې درې سپر مون شوي دي اولنې په 16 اكتوبر شوې ؤ او آخري به د دسمبر په 14 نېټه كيږي۔