د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د دنيا ورځپاڼې د چيف رپورټر سيد ظفر هاشمي د تره په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د دنيا ورځپاڼې د چيف رپورټر سيد ظفر هاشمي د تره سيد دلاور حسېن په مړينه خواشيني ښودلې۔ د خالي په ورځ د غمرازې په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې سپيكر او دوهم سپيكر دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔