د عرب مشرانو غونډه به د مارچ په 29مه نېټه كېږي

عمان 17 نومبر (اے پي پي) اردن د عرب مشرانو غونډه كولو لپاره د مارچ 29مه نېټه ټاكلې ده۔ د اردن خارجه وزير ناصر جوده په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د عرب مشرانو 28مه غونډه به د اردن په پلازمينه عمان كښې د مارچ په 29مه نېټه كېږي۔ ده ووئيل چې د عرب ليګ سېكرټرېټ د غونډې د نېټې څخه خبر كړې شوې۔ ده ووئيل چې د اردن باچا به په غونډه كښې ګډون كولو لپاره عرب مشرانو ته بلنه وركوي۔