د سي پيك پروژې بشپړولو لپاره زمونږ روانې هڅې به د پاكستان سماجي او اقتصادي منظرنامه بدله كړي٬ اقتصادي بحالۍ لپاره چين زمونږ مرسته كړې٬په دې د پاكستان اولس او حكومت د چين مشرتابه او اولس مننه كوي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف په سي پېك د پرمختګ جاج اخستو غونډې ته خطاب

اسلام آباد 30 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د پاكستان اقتصادي راهدارۍ اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي د سي پيك پروژې بشپړولو لپاره زمونږ روانې هڅې به د پاكستان سماجي او اقتصادي منظرنامه بدله كړي٬موجوده حكومت چې په 2013 كښې اقتدار ترلاسه كړو نو د پاكستان معيشت ناوړه حالت سره مخ ؤ ٬په داسې وخت كښې اقتصادي بحالۍ لپاره چين زمونږ مرسته وكړ او په دې د پاكستان اولس او حكومت د چين مشرتابه او اولس مننه كوي۔ده دا خبره د شورو په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې په سي پيك د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د توان٬ ټرانسپورټ٬ بنيادي اډهانې او د صنعت ګڼو پرژو لپاره په مقررو شوو اهدافو او پھ شوي پېشرفت غور وكړې شو۔ د ګوادر بندرځاې پرمختګ سره سره سماجي او اقتصادي پروژو ته خاص پام وكړې شو۔ وزيراعظم ووئيل د چين مشرتابه د سي پېك تصور ته حقيقي شكل وركولو له زمونږ ملاتړ وكړو۔په جولائي 2013 كښې د چين خپلې دولتي او تاريخي دورې ذكر كولو سره وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل په دوه اړخيزه ايجنډا كښې اقتصادي مرستې او مواصلاتي رابطو ته مركزي حېثيت وركولو له دا دوره د شريكو اړيكو ودې له يو نوې پړاؤ ؤ۔ ده د پاك چين اقتصادي راهدارۍ اهميت په ډاګه كولو سره ووئيل سي پېك د پاكستان تذويراتي معاشي ګام دے كوم چې عمومي نړۍاو په خاص توګه دې سيمې له ډېر زړه راښكونكے دے۔ده ووئيل پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ موقعې د سي پېك كاميابۍ ثبوت دے۔وزيراعظم ووئيل د سي پېك كاميابو ګامونو په سوب غېر ملكي سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔وزيراعظم ووئيل د سي پېك ترمخه د توان منصوبو كښې د سكرو٬اوبو او نمر څخه د انرژۍ منصوبې شامل دي۔