د روسیې اولس مشر امريكې سره د اتومي لوظنامې معطل كولو په قانون لاسليك وكړو

ماسکو 02 نومبر (اے پي پي) د روسیې اولس مشر ولاديمر پيوټن امريكې سره د اتومي لوظنامې معطل كولو په قانون لاسليك كړو۔د ايران خبري اژانس له مخې د روسيې اولس مشر په وسله كښې كارولې كېدونكي پلوټونيم خاتمې له امريكې سره اتومي لوظنامه معطل كړې۔ د ياونې وړ ده چې د روسيې پارلمان او سېنېټ د منظورۍ نه پس اولس مشر د اتومي مرستې ختمولو قانون نافذ كړې۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې اولس مشر دا مسوده په 3 اكتوبر د روسيې پارلمان ت سپارلې وه۔ د يادونې وړ ده چې دواړو هېوادونو په دې لوظنامه په كال 2000 كښې لاسليك كړې ٶ۔ د لوظنامې له مخې دواړو هېوادونو له په مجموعي توګه 34 ټنه پلوټونيم ختمول ٶ