د رانا تنویر حسېن په مشرۍ كښې د ګډاني پېښې د پلټنو كمېتۍ خپل راپور وزیراعظم آفس كښې جمع كړو

اسلام آباد 15 نومبر(اے پي پي) د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن په مشرۍ كښې د ګډاني پېښې د پلټنو كمېتۍ خپل راپور وزیراعظم آفس كښې جمع كړې کمېټۍ د خواري كښو تحفظ له اقدامات كم ګرځولو سره تجويز وړاندې كړو چې حكومت سره سره دې د بېړۍ په خاوند هم دا ذمه واري واچولې شي چې د خواري كښو تحفط له هر ډول ممكنه انتظامات باوري كړې شي۔ كمېټۍ دا هم سفارش وكړو چې د بلوچستان ستر سېكتر په مشرۍ كښې دې د شپ ري سائيكلنګ بورډ ګډاني جوړ كړې شي او بورډ دې د حكومت په احكاماتو او قوانينو بشپړه عملدرآمد وكړې دغسې چې سباٶن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي وكړې شي۔كمېټۍ دا هم سفارش وكړو چې د اړوند ادارو چارواكو په ضد دې محكمانه كاروائي وكړې شي او ځپليو كورنيو ته مالي مرسته وركول دې هم باوري كړې شي