د ترك اولس مشر وېنا تاريخي وه٬ تركيه زمونږ مضبوط دوست اسلامي هېواد دے ۔ سراج الحق

اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق د ترك اولس مشر رجب طیب اردوان د پارلمان شريكې غونډې ته د وېنا ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د ترك اولس مشر وېنا تاريخي وه٬ تركيه زمونږ مضبوط ملګري اسلامي هېواد دے چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان په هر فورم مرسته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيې اولس مشر د خطاب نه پس د پارلمان په خوا كښې اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې د تركيې اولس مشر د كشمير په مسئله د كشميريانو او د پاكستان د دريځ بشپړه تائيد كولو سره د اسلامي نړۍ د يو عظيم لارښود كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه تل د مينې او مذهب لازواله خپلولي ده كومه چې به تل تر تله وي