د تركيې وزيراعظم ډونلډ ټرمپ څخه د فتح الله ګولن د سپارلو غوښتنه وكړه

انقره 10 نومبر (اے پي پي) د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم د امريكې د نوي ټاكل شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه د فتح الله ګولن د سپارلو غوښتنه كړې۔ د تركيې ځائي مېډيا له مخې بن علي يلدرم د امريكې د اولس مشرې په ټاكنو كښې د ډونلډ ټرمپ په كاميابې خپل وړومبې غبرګون څرګندولو سره د نوي اولس مشر څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې زر تر زره ګولن تركيې ته وسپاري۔ ده ووئيل چې تر اوسه تركيې ته په دې لړ كښې مثبت ځواب نه دې وركړې شوې۔ د يادونې وړ ده چې د تركيې چارواكو تور لګولې چې پھ تركيه كښې په جولائي كښې د ناكام پوځي بغاوت ذمه وار فتح الله ګولن دے۔