د بلوچستان اولس فارن سپانسرډ ترهه ګري رد كولو سره د دې نوغې ويستلو له د رياست بشپړه مرسته كړې

پینډۍ 22 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي چې د بلوچستان اولس فارن سپانسرډ ترهه ګري رد كولو سره د دې نوغې ويستلو له د رياست بشپړه مرسته كړی۔ صوبه كښې ئې د مجموعي امنيت وضعه ښه كولو له افغانستان او ايران سره د اوږدې پولې انتظام كښې ښه والې وستائېلو۔ ده د نهې په ورځ د سدرن كمانډر او فرنټيئر كور مخه ښې دورې په مهال چارواكو او ځوانانو ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر سدرن كمانډر او د فرنټيئر كور ځوانانو او چارواكو ستائنه كولو سره ووئيل ترهه ګرو او د دوي د سهولت كارو په ضد فعاله كاروائۍ څخه وروستو لوې شمېر كسانو وسلې غورځولې دي۔ده ووئيل بلوچستان كښې امنيت او استحكام لپاره به وفاق او صوبائي حكومت په ګډه كار روان ساتي۔ده ووئيل بلوچستان او په خاص توګه لرې پرتو سيمو كښې د پرمختګ او تعمير كارونو كښې د بوخت صوبائي حكومت ساتنه او د دوي مرسته د پاك پوځ اولنۍ ترجيح ده۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه اېف ډبليو او او اېن اېل سي په ګرانو سيمو كښې د يو هزار كلوميټر اوږدو سړكونو نېټ ورك بشپړ كړې۔ده ووئيل د ګوادر پورټ او پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره به د هېواد د معاشي پرمختګ او څوكالۍ نوې دور پیل شي۔ده اېف سي او آرمي كښې د ځوانانو شاملېدو٬د زلزله ځپلي آواران بحالېدو٬د شپږ زره پوليس ځوانانو او ليويز اهلكارو تربيې لپاره په هڅو كولو د سدرن كمانډر ستائنه وكړه۔ده صوبه كښې د مجموعي امنيت وضعه ښه كولو له افغانستان او ايران سره د اوږدې پولې انتظام كښې ښه والې وستائېلو۔د پاك پوځ سرلښكر چې كله كوئټه ته ورسېدو نو كمانډر سدرن كمانډر لېفټيننټ جنرال عامر رياض او آئي جي اېف سي بلوچستان ميجر جنرل شېرافګن هركلے اووې