د اے پي پي پېښور بېورو كمپيوټر آپرېټر نديم اختر د برېن همرېج لهامله په حق ورسېد

پېښور ۔ 25 نومبر (اے پی پی) د سركاري خبر رسنې ادارې (اے پي پي) پېښور بېورو اردو سروس زلمے كمپيوټر آپرېټر نديم اختر د برېن همرېج له امله په حق رسېدلے دے ۔ د تفصيلات ترمخه د زيارت په ماښام د فشار زياتېدو دلاسه د هغه طبيت ناڅاپي ناسازه شو او بې هوشه شو۔ په سمدستي توګه روغتون ته ورسولې شو چرته چې هغه د جمعې په سهار 6 بجې په حق ورسېد۔ هغه درې لوڼړه او يو وركوټې ځوئې لري ۔ د هغه د جنازې لمونځ ماښام 4 بجې كوټله رشيد ګنج كښې ادا كولې شي۔ د نديم اختر ناڅاپي مرګ د اے پي پي ټول كارمندان سخت خفګان سره مخ كړي دي۔ د ےا پي پي بېورو چېف آياز محمد او د ارود سروس انچارج شفيق الرحمن او نورې عملې د ارواښاد لپاره د دعا خاص دستوره وكړه كومه كښې چې د اے پي پي پېښور بېورو ټولو كارمندانو ګډون وكړو