د انټرنېټ په اړه دريم نړيوال كنفرنس د چين په ذي جيانګ ولايت كښې پاې ته ورسېدو

بيجنګ 20 نومبر (اے پي پي) د انټرنېټ په اړه دريم نړيوال كنفرنس د چين په ذي جيانګ ولايت كښې پاې ته ورسېدو۔ د چين سركاري خبري اژانس راپور له مخې په درې نړيوال كنفرنس كښې د چين پشمول د 110 هېوادونو څخه 1600 استازو ګډون وكړو چې پكښې سركاري چارواكي هم شامل و۔ د كنفرنس په مهال په بېلا بېلو موضوعاتو 16 فورمونه وشول۔ په كنفرنس كښې د انټرنېټ په اړه په بېلا بېلو چارو بحث او غور وشو۔