د امریکې خارجه وزير لخوا د جنګ بندۍ اعلان كښې خوښي نه لرو۔د یمن حکومت

صنعا 16 نومبر (اے پی پی) د یمن خارجه وزیر عبدالمالك المخلافی وئيلي دي زمونږ حکومت د امریکې د خارجه وزير لخوا یمن كښې د جنګ بندۍ او يو اتحادی حکومت جوړولو اعلان كښې هيڅ خوښي نه لري۔ کېری د ابوظهبی دورې په مهال وئيلي ؤ چې د یمن د كورنۍ جھګړې ډلې د 17 نومبر څخه جنګ بندۍ ته سلا شوي او د يو اتحادی حکومت جوړولو په لړ كښې كار كولو له چمتو دي۔ د یمن خارجه وزیر ووئيل چې زمونږ حکومت د کېری د اعلان په اړه نه خبر دے او نه پھ دې كښې كومه خوښي لري۔