د المان خارجه وزير به راتلونكې اونۍ تركيې ته ځي

برلن 11 نومبر(اے پي پي) د المان خارجه وزير فرانك والټر شټائن مائر به راتلونكې اونۍ تركيې ته ځي۔ د المانې ميډيا له مخې په تركيه كښې په جولائي كښې د ناكامه پوځي بغاٶت نه پس به خارجه وزير تركيې ته په وړومبۍ ځل ځي۔ د الماني حكومت لخوا په تركيه كښې د بشري حقونو په صورتحال د تحفظاتو له امله څو مياشتو راهسې د دواړو هېوادونو اړيكې په ځانګړې توګه كړكېچنې شوې وې۔ د المان پشمول د اروپائي ائتلاف ګڼ شمېر هېوادونو وئيلي وو چې د تركيې اولس مشر له د ياغيانو په ضد د كاروائۍ په مهال د سپېځلتيا او د غېر جانبداري لمن پرېښودل پكار نه وو۔ په اوسنۍ وضعه كښې د خارجه وزير دوره ډېره مهمه ګرځول كېږي۔