د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې د سينئر فوټوګرافر سيد اظهر حسېن ارواښاد كورنۍ سره غمرازي وكړه

لاهور 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب د اتوار په ورځ د سينئر فوټوګرافر سيد اظهر حسېن ارواښاد كور ته لاړه او د هغه كورنۍ سره ئې د ده په مړينه غمرازي وكړه۔ دوهمې وزيرې د ارواښاد بخښنې لپاره دعا وكړه۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل چې ارواښاد سيد اظهر حسېن 35 كاله د خپلې څانګې خدمت كړے٬ مونږ به ډېر زر په ملكي كچه د ده د عكسونو د نندارتون اهتمام وكړو۔ د اطلاعاتو وزيرې ووئيل چې حكومت به د هغه كورنۍ لپاره په مستقل بنيادونو داسې كار كوي چې د ارواښاد كورنۍ ته ئې ګټه ورسي۔