د اسلامي مرستې تنظيم دې پھ مقبوضه كشمير كښې د وينې توېدو مخ نيوي له موثره كردار ترسره كړي

اسلام آباد 03 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي چې د اسلامي مرستې تنظيم دې پھ مقبوضه كشمير كښې د وينې توېدو مخ نيوي له موثره كردار ترسره كړي٬جمو او كشمير او فلسطين ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا كښې تر ټولو پخوانۍ حل غوښتنكې شخړې دي۔د خارجه دفتر له مخې خاص مرستيال د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د او آئي سي سفيرانو ته په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا پرله پسې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو په اړه بريفنګ وركولو سره د هندي ظلمونو سخته غندنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د تېرو څلورو مياشتو په مهال 115 بې ګناه كشميريان شهيدان شوي او د 16 زرو نه زيات ژوبل شوي دي۔ده ووئيل چې د پیلټ ګن په استعمال كښې د زرو نه زيات كسان ژوبل شوي او پھ دې كښې 160 كشميريان د بصارت نه محروم شوي دي۔طارق فاطمي د كشمير په مسئله د او آئي سي پرله پسې ملاتړ وستائېلو او ټولو اسلامي هېوادونو ته يې ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم غندنه كولو سره دې د وينې توېدو مخ نيوي له موثره كردار ترسره كړي۔خاص مرستيال په اېل او سي او وركنګ باؤنډري د هند لخوا د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ په نتيجه كښې كړكېچن صورتحال هم په ډاګه كړو او وې وئېل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو څخه پام ګرځولو لپاره قصدن كړكېچ پېدا كوي۔ده سفيرانو ته د هند په سرپرستۍ كښې په پاكستان كښې د وران كارۍ او د ترهه ګرو د مالي مرستې په اړه هم بريفنګ وركړو۔(م ع/وا/وس/19:44)