حكومت د رائے په آزادۍ باور لري او د خبريالانو تحفظ له عملي ګامونه پورته كوي

APP53-30 ISLAMABAD: November 30 - Minister of State for Information, Broadcasting and National Heritage Ms. Marriyum Aurangzeb speaks during her visit at National Press Club. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي حكومت د رائے په آزادۍ باور لري او د خبريالانو تحفظ له عملي ګامونه پورته كوي٬د وزيراعظم پھ امر د خبريالانو تحفظ او سلامتيا له دبل يوه مسوده جوړه كړی شوې۔د شورو په ورځ نېشنل پريس كلب كښې ميټ دي پرېس پروګرام ته خطاب كښې دې ووئيل پخوا د مېډيا پروفيشنلز استعداد زياتولو ته هېڅ پام لرنه نه ده شوې ٬وزارت به د مېډيا پروفيشنلز تربيې ته پام لرنه كوي۔دې ووئيل د وزيراعظم په امر د خبريالانو تحفظ او سلامتيا له د بل يوه مسوده جوړه كړې شوې او ډېر زر به د دې نقول پرېس كلبونو او د مېډيا ادارو پھ پشمول ټولو سټېك هولډزر ته ولېږلې شي۔دې خبريالانو ته ووئيل بل كښې د ښه والي لپاره وړاندېزونه راكړي دغسې چې يو بشپړ قانون جوړ كړی شي۔دې ووئيل د خبريالانو تحفظ له مناسبه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔دوهمې وزيرې ووئيل جرنلسټس انډوئمنټ فنډ جوړول به د بل برخه وي۔دې ووئيل په اوسني حكومت كښې مېډيا مهم كردار لري او د نوې قانون ترمخه به د مقدمو اوريدنه زر كېږي او ځپليو كورنيو له به معاوضه هم وركولې شي۔د دې څخه وړاندې د پي اېف يو جے پخواني صدر افضل بټ او د نېشنل پرېس كلب صدر شكيل انجم د خبريالې ورورولۍ مسئلو څخه دوهم وزيره خبر كړه