بلاول بهټو زرداري د فقير شېر محمد د مور په مړينه خواشيني وښودله

كراچۍ 27 نومبر (اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري تهرپاركر سره تعلق لرونكې د پاكستان پيپلز ګوند اېم اېن اے فقير شير محمد بلالاني د مور په مړينه خواشيني وښودله او غمې جنې كورنۍ سره يې غمرازي ښكاره كړه۔د اتوار په ورځ جاري شوي خپل پېغام كښې بلاول بهټو زرداري دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي