بحرېن د وېزې نوې پالیسی اعلان كړه

مناما 21 نومبر (اے پی پی) بحرېن د سنګل او ملټیپل انټری لپاره د وېزې نوې پالیسی اعلان کړه۔ د بحرېن د كورنيو چارو وزارت د پاسپورټ او امیګرېشن څانګې شېخ رشید بن خلیفه الخلیفه بيان له مخې د وېزې نوې پالیسۍ ترمخه به سنګل انټری وېزې لپاره د پاتې كېدو موده 15 ورځې او ملټيپل وېزې لپاره به د پاتې كيدو موده 90 ورځې وي خو د امریکې ،برتانيې ،کاناډا او آئر لینډ وګړي تر 5 كالو مودې پاتې كيدو له ملټی پل وېزا اخستے شي۔ بحرېن كښې د وېزې پالیسی په پړاؤنو كښې بدلېږي ياد شوې اعلان څلورم پړاؤ كښې شوې دے۔