ایران د مينځني ختيز تر ټولو سوله ايز هېواد دے۔ رومانيه

بخارسټ 02 نومبر (اے پي پي)د رومانیې پارلمامي سپيكر په منطقه كښې د ايران د مهم كردار ذكر كولو سره وئيلي دي چې ایران د مينځني ختيز تر ټولو سوله ايز هېواد دے۔ د ارنا راپور له مخې سپيكر فلورن اېوردچه په بخارسټ كښې د ايران سفير حمید معیر سره ملاقات كښې په سيمه ايز امن او سلامتيا او په منيځني ختيز كښې د حساسې وضعې پحقله د ايران د مهم كردار ذكر كولو سره وئيلي دي چي د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد شريكه نړيواله مرسته ډېره ضروري ده۔