اټو يونين د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر سره په ګډه كار كولو له آماده شو

ډيټراېټ 11 نومبر (اے پي پي) اټو يونين د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره په ګډه كار كولو له آماده شوے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امريكې په صدارتي ټاكنو كښې طاقتور آټو يونين د ډونلډ ټرمپ په ضد كمپائن چلولې ٶ۔ د يونين صدر ډينس وليم تېره ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په تجارتي پاليسۍ او نورو چارو كښې مونږ د امريكې نوې انتظاميې سره په ګډه كار كولو له چمتو يو او مونږ پوهېږو چې د شريكو چارو خبرې اترې مخ په وړاندې تګ كولې شي۔ ده ووئيل امريكايانو له تجارت تر ټولو لويه ستونزه ده او مونږ هيله لرو چې دې څانګې ته به خاص پاملرنه وشي۔