انصاف لپاره سترې محكمې ته لاړو۔ قام بايد احتجاجي سياست نه خلاص شي

اسلام آباد ۔ یکم نومبر (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود او د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي مونږ په ستره محكمه باور لرو۔ د نهې په ورځ سترې محكمې څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل 6 مياشتې وړاندې مونږ سترې محكمې ته خواست كړے ؤ چې د دې معاملې په اړه كمېشن جوړ كړي۔ دا كمېشن به زمونږ د خواست تائيد وي۔ خواجه آصف ووئيل مونږ د عدالتي پرېكړو احترام كوؤ۔ آئين مونږ ته دا ښائي چې د آئين ٬ قاضيانو صاحبانو او د دوئي د پرېكړو احترام وكړو۔ ده ووئيل نن د نومبر په اولنۍ نېټه سترې محكمې دا ښكاره پېغام وركړې چې ياده كړې شوې ستونزه هواره كړې شي۔ دې څخه وروستو احتجاج هېڅ جواز نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل انصاف ترلاسه كولو له سترې محكمې ته وړاندې شوؤ۔ قام بايد احتجاجي سياست څخه خلاصې ومومي۔ ده ووئېل ستره محكمه كښې به د شوكت خانم روغتون او آف شور كمپنو په اړه حقائق رامخې ته شي