افغانستان٬ په مزار شريف كښې د المان په قونصل خانه ځانمرګي بريد٬ 4 كسان مړه٬ سل ټپيان

كابل 11 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په شمالي ښار مزار شريف كښې د المان په قونصل خانه په ځانمرګي بريد كښې 4 كسان مړه او سل ټپيان شوي دي۔ د ميديا راپورونو له مخې چارواكو وئيلي دي چې د بارودو ډك ګاډې د المان قونصل خانې بهرني ديوال سره جنګول شوې او په ترڅ كښې ئې 4 كسان مړه او سل ژوبل شوي۔افغان امنيتي ځواكونو او ناټو وسله وال بريد كوٶنكي په شا تنبولي۔ د ناټو وياند وئيلي دې چې د بريد څخه قونصل خانې ته زيان رسېدلے٬ په سيمه كښې د ناټو ډله موجود ده او خلق محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې دي۔ بلخوا د المان په قونصل خانه د بريد ذمه واري طالبانو پغاړه اخستې۔ طالبانو وئيلي دي چې په قونصل خانه بريد په كندوز كښې د اتحادي ځواكونو په فضائي بريد كښې د وګړو د وژنې غبرګون دے۔