2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول ټول هېواد كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت راځي

APP87-02 KALA SHAH KAKU: September 02 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing a gathering after inaugurating Lahore Eastern Bypass. APP photo by Chaudhry Ansar

كوهاټ 28 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي خېبرپښتونخوا كښې بل څوك نه مونږ بدلون راولو٬ په معاشي توګه به پاكستان ډېر زر مستحكم او څوكاله هېواد رامخې ته شي٬دريو كلونو كښې د خېبرپښتونخوا حكومت د صوبې پرمختګ له هېڅ هم نه دي كړې٬ 2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول ټول هېواد كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت راځي٬ كه صوبه كښې كوم ښه كار شوې وو نو نن به په دومره شمېره وګړي د مسلم ليګ(ن)جلسې له نه راتلل٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ كوهاټ كښې په قلعه ګراؤنډ كښې يوې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬د خېبرپښتونخوا پخوانې ګورنر سردار مهتاب احمد خان٬انجينئر امير مقام٬پير صابر شاه او د مسلم ليګ(ن)لارښود عباس خان آفريدي پشمول نور لارښود او ګڼ شمېر وګړي موجود وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف په دې موقع خپل خطاب كښې ووئيل د سي پېك پروژې سره به پاكستان كښې پرمختګ او څوكالي راشي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت امنيت لپاره ښه اقدامات كړي او د امن وضعه تر ډېره حده ښه شوې۔ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوي۔ده ووئيل 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو هر ځاې د ترهه ګرۍ پېښې كېدې خو نن د ترهه ګرو ملا ماته شوې٬پاك پوځ٬پوليس او اولس ته پیرزوئنې وړاندې كوم چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره امن بحال كړې۔ده ووئيل د هېواد وسائل د اولس په فلاحي پروژو خرڅ كوو۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)حكومت نه وړاندې به د برېښنا اتلس اتلس ساعته لوډشېډنګ كېدو نن د حكومت د ښه پالېسو په سوب لوډشېډنګ كم شوې او تر 2018 به په بشپړه توګه لوډشېډنګ ختم شي۔ده ووئيل پھ هېواد كښې هائي ويز او موټرويز جوړېږي٬پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړېدو پلو روان دے۔ده ووئيل د مخالفې ډلې سره هم دغه فكر دے چې كه د پاكستان د پرمختګ دا مزل روان و نو زمونږ سياست به ختم شي او په 2018 كښې به يو ځل بيا د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت جوړ شي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان شمېره د نړۍ په ښو معيشتونو كښې كېږي او د هېواد د معاشي پرمختګ ستائنه د نړيوال بانك٬آئي اېم اېف او آسيائي پرمختيائي بانك مشرانو د پاكستان راتږ په مهال كړې۔ده ووئيل كوهاټ كښې د سوئي ګيس او موټرويز پروژو بشپړېدو سره به بې روزګاري ختمه شي۔ده ووئيل پھ كوهاټ كښې به موټروے او هائي ويز جوړ شي۔ده ووئيل كوهاټ ته به سوئي ګيس راشي او دې سره به كوهاټ بدل شي۔ده ووئيل نن ستاسو په وړاندې په كوهاټ كښې د ګاز پروژې د بنياد تېګه اېښودلې شوې او په دې به 3 اربه 90 كروړه روپۍ لګښت راځي۔ده ووئيل مونږ د اولس سره شوي لوظونه ترسره كوو۔نن د كوهاټ لپاره تاريخي ورځ ده٬ ده ووئېل د ګاز پروژې بشپړېدو سره به د كوهاټ پشمول د بېلو يونين كونسلو اولس مستفيد شي۔ده ووئيل كوهاټ٬جنډ او تر پنډي ګهيب به ښه هائي وے جوړولې شي چې ورسره به د كوهاټ اولس له اسلام آباد او پېښور ته تلل راتلل آسان شي۔ده ووئيل د كوهاټ نه تر كرك او د كرك نه تر سرائے ګمبيلا هائي وے به دوه اړخيزه كولې شي۔په دې موقع ده د كوهاټ اولس له د ښه روغتون جوړولو اعلان وكړو۔دې سره به د كوهاټ اولس ته درملنې له آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل د كوهاټ غريبو وګړو لپاره مونږ د روغتيا وړيا پروژې راوړي۔وزيراعظم ووئيل كوم وګړو سره چې درملنې له روپۍ نشته هغوي له به د درملنې وړيا آسانۍ وركولې شي۔په دې موقع ده د كوهاټ پوهنتون مېرمنو كېمپس اعلان هم وكړو