په كنټينر د چا په سپكاوي كولو خو نه هېواد د پرمختګ په لوري روانېږي او نه رېښتونې بدلون راتللي شي

APP08-18 ISLAMABAD: October 18 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing the party workers and leaders here after his unopposed election as party president by the PML-N Central Council at Convention Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي په كنټينر په بې ځايه چغو سورو او د چا په سپكاوي كولو نه د اولس په خذمت هېواد د پرمختګ پلو روانېدې شي او پاكستان كښې رېښتونې بدلون راتللې شي٬۔په هر دور كښې څوك نه څوك ډګډوګې غږونكې رامخې ته كيږي خو مونږ هغوي څخه يرېدونكې نه يو٬په كانټينر د كنځلو كولو پروا نه كوو٬ د فضولو او خرابو خبرو ځواب وركول هم خپل سپكاوې ګڼو٬ اولس د مسئلو څخه تر خلاصولو به په قلاره نه كېښنم٬ هېواد كښې موټرويز او هائي ويز جوړېږي او رېل به په يو ساعت كښې د 80 په ځاې 120 كلوميټره مزل كوي٬د كراچۍ څخه تر اسلام آباد به رېل كار د 24 ساعتو په ځاې 15 ساعته كښې رارسيږي ٬پي آئي اے به د نړۍ ښه ايئر لائن جوړولې شي٬ ګراني كمه شوې او برېښنا ارزانه شوې ده ٬تر 2018 به په بشپړه توګه لوډشېډنګ ختم كړې شي٬د غېر ملكي زرمبادلې پنګې 24 اربه ډالرو ته رسېدلي دي ٬ترهه ګر به ختمولې شي٬د څښلو پاكو اوبو وركولو٬دروغتيا او تعليم آسانيو٬سيورېج پروژو لپاره به 100 اربه روپۍ خرڅ كولې شي٬څلور لكه ځوانانو ته به لېپ ټاپ وركړے شي۔د نهې په ورځ د مسلم ليګ(ن)صدر ټاكلے كېدو نه پس د مركزي جنرل كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل زه د كارمندانو سره مينه لرم۔ده كارمندانو ته ووئيل تاسو د ګوند سرمايه يې او ستاسو كردار مهم دے۔ده ووئيل د كارمندانو مينه زما لپاره د وياړ خبره ده۔ده ووئېل د مسلم ليګ(ن)كارمندان ما د 30 كلونو راهسې صدر ټاكي او د كارمندانو د مينې په سوب بيا بيا د ګوند صدر ټاكلے كېږم او زه تل د هغوي د هيلو پوره كېدو هڅه كوم۔ده ووئيل اولس زه په درېم ځل وزيراعظم ټاكلے يم او زه به د هغوي حق ادا كوم۔ده ووئيل په 2013 كښې چې كله مونږ اقتدار تر لاسه كړو نو د هغه وخت او د نن پھ حالاتو كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ووئيل هغه وخت هېواد د ترهه ګرۍ ښكار وو٬ 16 ٬ 16 او 20 ٬ 20 ساعته لوډشېډنګ به كېدو٬د معيشت حالت خراب ؤ ٬ ده ووئېل زمونږ غېر ملكي زرمبادلې پنګې 3 اربه ډالره وې كومې چې نن 24 اربه ډالرو ته رسېدلې دي۔ده ووئيل مونږ يوه يوه پېسه د اولس امانت ګڼو ٬مونږ وړاندې هم د اولس يوه يوه پېسه امانت ګڼله ٬وزيراعظم ووئېل كله چې هم هېواد د پرمختګ او څوكالۍ پلو روانېږي نو څوك نه څوك ډګډوګې غږونكې رامخې ته كېږي٬يو ځي او بل راځي خو مونږ د هغوي څخه يرېدونكې نه يو۔ ده ووئېل ډګډوګي غږونكي نن هم خپل ډګډوګي غږوي او اولس له دهوكه وركوي۔ده ووئيل كه دوي اولس لپاره كار كوي نو اولس د هغوي ستائنه ولې نه كوي خو هغوي ټول وخت په كنټينر ګاډا كولو تېر كړے ۔وزيراعظم غونډې ته ووئېل اوس هغوي جلسې لپاره وګړي نه مومي۔ده ووئيل مونږ د فضول خبرو ځواب نه دې وركړې او صبر او خاموشي مو خپله كړې۔ده ووئيل مونږ كار ته پام لرنه كوو٬نن پاكستان بدلېږي٬دا زه يا زما كابينه نه بلكې ټوله نړۍ مني٬پاكستان په نړۍ كښې تر ټولو زيات پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې شامل دے۔وزيراعظم ووئيل د حكومت د ښو پالېسو په سوب ګراني كمه شوې۔ده ووئيل 2018 كښې به برېښنا لوډشېډنګ بشپړ ختم كړې شي۔ده ووئيل د چين د زړه د كومې مننه كوم هغوي ما ته وئېلي چې فكر مه كوه مونږ به پاكستان كښې د برېښنا كارخانو لپاره سرمايه كاري وكړو٬نن په هېواد كښې كارخانې لګېږي۔ده ووئيل تر 2018 به لس زره مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله كړې شي۔د دې نه پس څو كلونو كښې به 30 زره مېګاواټ برېښنا نوره هم سسټم كښې شاملولې شي۔وزيراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې چې څه ډول كار حكومت كوي دغسې هغوي به د خېبرپښتونخوا څخه هم لاس په سرشي او 2018 نه پس به خېبرپښتونخوا كښې زمونږ حكومت وي۔وزيراعظم ووئيل مونږ نه يوازې د برېښنا كمي لرې كولو له چمتو يو بلكې زمونږ هدف ارزانه برېښنا پېدا كول هم دي۔ده ووئيل مونږ چې كوم كار كړی هغه نه زبادوو۔د برېښنا كارخانو چلولو په پروژو كښې 100 اربه روپۍ بچت كړې شوې٬ وزيرعظم ووئېل د برېښنا پېدا كولو كارخانې به زر تر زره بشپړې شي ٬د سندھ په تهر كښې نن د سكرو څخه د برېښنا پېدا كولو كارخانې لګي او دې سره به 4 زره مېګاواټ برېښنا پېدا شي۔جنرل كونسل ته د مسلم ليګ ن وزيراعظم ووئېل پنجاب كښې د برېښنا په دريو كارخانو جوړولو 100 اربه روپۍ بچت شوې۔ده ووئيل دا وخت په ټول هېواد كښې موټرويز٬سړكونه او ايكسپرېس ويز جوړېږي۔ده ووئيل د سي پېك ترمخه زيات كار كېږي٬د خنجراب نه تر ګوادر په ستره لار كار روان دے٬چين سره به پاكستان تړلې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد عمليات روان دي چې په نتيجه كښې يې تر ډېره حده ترهه ګري كمه شوې۔ده د پاكستان وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو ته پیرزوائنې وړاندې كړې او د هغوي قربانيو ته يې سلام وكړو۔ده وئيل پاكستان تندۍ سره پرمختګ پلو روان دے٬په بلوچستان كښې د زر كلوميټره اوږد سړك په جوړولو كار روان دے٬ 80 فيصده كار به سږ كال بشپړ كړې شي۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې ميټرو بس سروس پېل شوې او دې ته جنګله بس وئېلې شوو٬ ده ووئېل نن دې هغه وګړي وپوښتلې شي كوم چې په دې بسونو كښې سفر كوي۔ده ووئيل په داسې پروژو تنقيد كوونكو سره د غريبانو هېڅ فكر نشته۔وزيراعظم ووئيل په كراچۍ كښې د اتلس اربه روپو ګرين لائن پروژه مونږ جوړوو۔ده ووئيل د پنځه نيم اربه ډالرو سره د رېلوېز پرمختګ له كار كوو۔ده ووئيل پي آئي اے هم د زيان پلو روانه وه او دا به د نړۍ ښه ايئر لائن جوړولې شي۔ده ووئيل زه د دې خبرې هېڅ پروا نه كوم چې په كنټينر څوك څه وائي او كنځلې څوك كوي۔زه به تر هغه وخت په قلاره نه كيښنم تر څو چې اولس د مسئلو څخه خلاص نه كړم۔ده ووئيل ته سړكونه ناپ كوه او مونږ به سړكونه جوړوو۔ده ووئيل مونږ د چا سپكاوې نه كوو٬مونږ په چا تورونه نه دي لګولې او مونږ د هېواد څوكالۍ٬پرمختګ او د اولس خذمت له كار كوو۔ده ووئيل كارمندان دې هم د دې ايجنډې بشپړېدو له خپل كردار ترسره كړي۔