پاکستان نړيوال ماركيټ كښې د يو ارب ډالرو سكوك بانډ 5 كالو لپاره جاري كړو

APP22-06 ISLAMABAD: October 06 – Federal Minister for Finance, Senator Mohammad Ishaq Dar addressing the media on SUKUK issue at FBR Headquarters. APP

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په نړيوال ماركيټ كښې د يو ارب ډالرو ماليت سكوك بانډ 5 كالو لپاره د 5.5 فيصده ټيټې كچې په ګټه جاري كړے دے۔ د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار دا خبره د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل پاكستان د سكوك بانډ 2016 جاري كولو په لړ كښې د خزانې سېكتر او د مركزي بانك ګورنر پشمول په دبئۍ٬ لندن٬ بوسټن او نيويارك كښې روډ شوز منعقد كړې او سرمايه كارو سره ئې ګتورې غونډې كړې ۔ ده ووئيل سكوك بانډ لپاره روډ شوز مو د جوائنټ ليډ منېجرز پشمول د سټېنډرډ چارټرډ بانك ٬ سټي بانك٬ ډوئچې بانك٬ دبۍ اسلامك بانك او نورو بانكونو سره په ګډه منعقد كړې