پاکستان د سيمه ايزې مرستې تنظیمونو له اهميت وركوي

ملګري ملتونه 29 اکتوبر (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي نړيوال امن اوسلامتی ته د پېښ خطر کمولو او پخوانۍ شخړې په امناكه ډول حل کولو له د ملګرو ملتونو سيمه ايز او ذیلی سيمه ايزو تنظیمونو ترمينځه مرستې ته اړتيا ده۔ دې دا خبره سلامتی کونسل كښې مذاکراے ته خطاب كښې وكړه۔ ډاکټرملیحه ووئيل نړيوال امن او سلامتيا له ضروري ده چې ملګري ملتونه او سيمه ايز او ذیلی سيمه ايز تنظیمونو ترميينځه مرستې او رابطو ته وده وركړې شي ، پخوانو شخړو حل له دا اقدام ضروری دے۔ دې ووئيل د دوهم لوئ جنګ نه پس نړيوال آرډر اوس كمزورې كېږي خو د دې په مقابله كښې نوې آرډر تر اوسه رامخې ته نه شو۔ دې ووئيل د چیلنجونو او موخو په دې حالاتو كښې د ملګرو ملتونو کردار مهم دے او دا كردار باورې كولو له به ملګرو ملتونو له سيمه ايز او ذیلی سيمه ايزو ادارو ترمينځه رابطو له وده وركول وي۔ دې ووئيل سيمه ايز تنظیمونه معاشی او سماجی څانګو كښې مهم كردار لري ۔ په دې لړ كښې د پاكستان استازې د اروپائي ائتلاف ، او آئی سی، عرب لیك، خلیج مرستې کونسل او ای سی او حواله هم وركړه۔ دې ووئيل پاکستان د سيمه ايزې مرستې تنظیمونو له اهميت وركوي، پاکستان د شنګھائی مرستې تنظیم سره د مفاهم په يو يادښت لاس ليك كړې ۔ دې ووئيل پاکستان چین د ون بیلټ ون روډ برخه ده ، دا پروژه د نړيوال سيمو ترمينځه د رابطو او مرستې څرګندونه ده ۔ د پاک چین اقتصادی راهدارۍ پروژه هم د دې برخه ده۔