پاکستان او بېلاروس تجارت، کاروبار او د سرمایه کارۍ ودې له كوټلې بنيادونه كېښودل غواړي

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف وئيلي دي پاکستان او بېلاروس تجارت، کاروبار او د سرمایه کارۍ ودې له ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه كوټلې بنيادونه ايخوده غواړي ٬ پاکستان بېلاروس سره معيشت او د تجارت پشمول په ټولو څانګو كښې اړيكو ته وده وركول غواړي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه پراخه او د لوړې كچې د تګ راتګ لړۍ روانه ساتلو ته اړتيا ده ٬ ګاٶنډيانو سره د ښو اړيكو جوړولو په پاليسۍ عمل كوٶ٬ هند د مقبوضه كښې سنګينې وضعې څخه د نړيوالې ورورولۍ پام لرې كولو له قصداً په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې زيات كړې۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د بېلا روس اولس مشر الېګزېنډر لوکاشنکو سره د پلاويو په كچ خبرو اترو كښې وكړې۔ د بېلاروس اولس مشر د پاكستان په درې ورځنۍ سركاري دوره راغلے دے۔ د پلاوي هركلي كولو كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان بېلاروس سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړه هېوادونه د ولوله لرونكې ٬ ښې او ګڼ اړخيزه اړيكې لري ۔ ده ووئيل پاکستان بېلاروس سره د معیشت، تجارت، سرمایه کاری، صنعت، تعلیم، دفاع، كركيلې او كلتور پشمول اړيكو ته دوه وركولو له خوښي لري ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان نن په سرمايه كار دوسته هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د سرمايه كارۍ ښه موقعې او د 20 كروړه اولس ماركيټ لري ۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو په لار كښې د ولاړو خنډانو لرې كول او د مسئلو هواري له د شريكې تجارتي كمېټي جوړول يوه مهمه پرېكړه ده ۔ ده ووئيل شريك اقتصادي كمېسون او شريكه تجارتي كمېټي د دې مسئلو لرې كولو له په زړه پورې هڅې كوي۔ وزیراعظم د بېلاروس اولس مشر ته ووئيل زمونږ حكومت د معيشت بحالۍ او د توان په كمي قابو موندلو ته پاملرنه كړې ٬ مونږ د حكمرانۍ ښه اسلوب ٬ د بدعنوانۍ مخنيوي ٬ مالياتي نظم او ضبط باوري كولو او د معيشت بحالۍ له د ټېكس بنياد ته د ھغې د رښتنې صلاحيت له مخې د پراختيا كولو عزم لرو۔ د بېلاروس اولس مشر ووئيل زمونږ هېواد د آټو موټو انجينئرنګ ٬ د كركيلې مشينرۍ ٬ د سړكونو جوړولو مشينرۍ او د ډمپ ټركونو پشمول د لويو مشينرو په جوړولو كښې ډېره پوهه لري ٬ دواړه هېوادونه په دې څانګو كښې شريكو منصوبو او كاروباري رابطو ته وده وركولې شي ۔ اولس مشر لوکاشنکو ووئيل بېلاروس پاکستان له د وچو پيو پېداوار زياتولو ٬ ډېري مصنوعات٬ ټېكسټائل ٬ آټو پارټس ٬ د جراحۍ آلات ٬ داروګانو جوړولو او د كركيلې پراخه مصنوعاتو جوړولو او پروسېسنګ له د شريكو منصوبو پېل كولو امكاناتو جاج اغستل پكار دي۔ د بېلاروس اولس مشر د معيشت بحالۍ كښې كاميابې ترلاسه كولو له د پاكستان ستائنه وكړه۔ د وزیراعظم هاؤس د بيان له مخې لوكاشنكو د نيوكليئر سپلائر په ډله كښې د پاكستان د غړيتوب د دريځ ملاتړ هم وكړو ۔ د سيمه ايز استحكام او امن تر مخه وزیراعظم نوازشریف ووئيل پاکستان خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره د ښو اړيكو جوړولو په پاليسۍ عمل كوي٬ پاکستان د شخړيز کشمیر كشالې پشمول ټولې مسئلې په سوله ايزه ډول هوارولو له خوښي لري۔ وزیراعظم ووئيل زه د كشمير كشاله په سوله ايزه ډول هواري له د بېلا روس د اولس مشر د ملاتړ مننه كول غواړم۔ وزیراعظم ووئيل هند د مقبوضه كشمير سنګينې وضعې څخه د نړيوالې ورورولۍ پام لرې كولو له په كنټرول لائن تاؤ تريخوالې زيات كړې۔ وزیراعظم اولس مشر ته ووئيل مقبوضه كشمير كښې 110 بې ګناه كشميريان شهيدان شوې او د 12 زرو نه زيات ټپيان شوې چې پكښې د زياتره كسانو حالت اندېښمن دے ٬ د پېلټ ګنز كارولو په سوب د 700 نه زيات كسانو بينائي ځپلې شوې او 150 بېخي ړانده شوې دي۔ دې څخه وروستو وزیراعظم د بېلاروس اولس مشر او د ھغه پلاوي له د ماسپخين مېلمستيا وركړه۔