پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به د پاكستان اقتصادي حالت ښه شي

APP01-18 ISLAMABAD: October 18 - President Mamnoon Hussain in a meeting with a delegation of Space and Upper Atmosphere Research Commission (SUPARCO) headed by its Chairman Maj. Gen. Qaiser Anees Khurram called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به د پاكستان اقتصادي حالت ښه شي٬پروژې سره به ټوله سيمه كښې د روزګار موقعې راپېدا شي ۔ده دا خبره د نهې په ورځ د سپاركو چيئرمېن ميجر جنرل قيصر انيس خرم په مشرۍ كښ پلاوي سره ايوان صدر كښې وكړه۔د سپاركو چيئرمېن اولس مشر خپله اداره كښې د سېټلائيټ پروژو او پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژه له د ادارې د كردار نه خبر كړو۔اولس مشر د اطمينان څرګندونه وكړه چې د سپاركو پشمول ټولې ادارې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې په وخت بشپړولو له كردار ترسره كوي۔اولس مشر ووئيل د هېواد معاشرتي او معاشي پرمختګ كښې د سپاركو كردار د ستائنې وړ دے۔اولس مشر ووئيل سپاركو دې خلائي ټېكنالوجي په حقله وګړيو كښې شعور بېدارولو له كردار ترسره كړي۔اولس مشر سي پېك پروژه كښې د سپاركو خلائي مرستې كولو په لړ كښې د ادارې خذمات وستائېل