پاكستان د”د ترهه ګرۍ رسپانسرز په ضد انصاف ايكټ”په حقله د امريكې صدارتي ويټو په رد كولو د تشويش څرګندونه

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان “د ترهه ګرۍ رسپانسرز په ضد انصاف ايكټ”په حقله د امريكې صدارتي ويټو په رد كولو د تشويش څرګندونه كړې ده ٬خپلواكه رياستونه په نښه كولو وړ دا قانون د امريكې كانګرېس منظور كړې۔د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي دي مونږ د خپلواكه رياستونو په نښه كولو مقصد له د امريكې كانګرېس منظور شوې قانون “د ترهه ګرۍ رسپانسرز په ضد انصاف ايكټ” د امريكې صدارتي ويټو په رد كولو د خپل تشويش ښكارا كولو سره نوټ كړے۔بيان له مخې اروپاﺀ او مينځني ختيزو ځينو هېوادنو هم په دې ايكټ د دې ډول تشويش څرګندونه كړې۔پاكستان د دې نه وړاندې هم د سيمه ايز اطلاق نه غېر د هېواد قانون سازۍ منظورولو باندې د خفګان څرګندونه كړې وه۔حقيقت كښې وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 71مې غونډه كښې ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ګرځولو سره وئېلي وو بايد د هر ډول ترهه ګرۍ مخ نيوې وكړې شي او نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې شريكه مرسته وكړي