پاكستان تركيه سره مثالي اړيكې لري٬په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔دفاعي چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پي پي)د دفاعي چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي پاكستان تركيه سره مثالي اړيكې لري٬په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔ده د نهې په ورځ د تركيه دوهم چيئرمېن عمر يلديز او د تركيه اېسوسي اېشن حاكن كروټ سره ملاقات كښې خبرې كولې۔وفاقي وزير د تركيه پلاوي هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او دفاعي څانګو كښې مرستې زياتولو له دواړو هېوادونو اتفاق وكړو۔پھ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د كاروباري هلو ځلو په حقله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د تركيه پلاوي نومبر نه تر 12 نومبر تركيه كښې كېدونكې نړيوال فيئر كښې پاكستان ته د ګډون كولو بلنه وركړه۔2014 كښې نړيوال فيئر كښې د 39 هېوادونو 51 وزيرانو او د 123 هېوادونو 7250 صنعت كارو ګډون كړی وو۔وفاقي وزير د نېشنل فيئر په حقله د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل دفاعي پېداوار پلاوې به په استنبول كښې كېدونكې نېشنل فيئر كښې ګډون كوي