پاكستان او بېلاروس صنعت٬فارميسي او د ځنګلونو په اړه شريكې پروژې پېل كولو٬ وړو او د مينځنۍ درجې كاروبار له رابطو فعالولو ته سلا شول۔د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شينكو او د وزيراعظم محمد نواز شريف ترمينځه د خبرو اترو په اختتام جاري شوي شريكه اعلاميه

APP03-05 ISLAMABAD: October 05 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif welcomes H.E. Alexander Lukashenko, President of Belarus on arrival at PM House. APP

اسلام آباد05 اكتوبر (اے پی پی) پاكستان او بېلاروس صنعت٬فارميسي او د ځنګلونو په اړه د شريكو پروژو پېل كولو٬ وړو او مينځنۍ درجې كاروبار له د رابطو فعالولو خوښي څرګنده كړې ده ۔د شورو په ورځ د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شينكو او د وزيراعظم محمد نواز شريف ترمينځه د خبرو اترو په اختتام جاري شوې شريكه اعلاميه كښې د دوه اړخيزه اړيكو ګتور پېشرفت نوټ كولو سره د بېلاروس او پاكستان رابطو زياتولو په حاجت زور راوړولې شوې۔خبرو اترو كښې د دواړه اړخه سياسي خبرې مخ په وړاندې بوتلل٬پارلمانونو ترمينځه اړيكو٬تجارتي او اقتصادي رابطو ته د ودې وركولو او دوه اړخيزه مرستې له قانوني اډانه په پراختيا زور راوړلې شوې۔د بېلاروس اولس مشر نيو كليئر سپلائرز ډلې ګائيډ لائنز او د كنټرول فهرستونو لپاره د پاكستان لخوا د پيروي كولو ٬د جوهري عدم پهلاؤ تړون٬جوهري تحفظ٬سلامتيا او د نيوكليئر سپلائرز ډلې٬كنټرول فهرستونو په حقله د سپلائي آئټم په اړه د پاكستان استعداد وستائېلو۔بېلاروس نيوكليئر سپلائرز ډله كښې د نان اېن پي ټي رياستونو غړيتوب په معامله غېر امتيازي اپروچ اهميت رامخې ته كړو۔شريك بيان كښې وئېلي شوي د خبرو اترو په مهال د بېلاروس اولس مشر او وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو چارو جاج واخست۔دواړو لارښودو سياسي٬تجارتي٬اقتصادي٬سماجي٬بشري اړيكو او د ملګرتيا اړيكو ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو۔دوي په نړيواله ايجنډا د شريكې خوښې په چارو هم خبرې كړې۔پاكستان او بېلاروس د خپلو خپلو پارلماني فرينډ شپ ډلو جوړولو هركلي كولو سره دا د دوه اړخيزه مرستې له مهمه برخه وګرځوله۔ دواړو د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په كوټلي اصلاحاتي ا يجنډا زور راوړلو كومه به چې د ټولو غړيو هېوادنو لپار ګټووره وي ۔د دواړو اړخه د زرعي صنعت مرستې٬د جرمونو مخ نيوي٬تعليم٬پوسټل٬كسټمز او د بنكارۍ په اړه مرستې ته پراختيا وركولو له په ګڼو دستاويزات د لاس ليك اهميت نوټ كړو۔دواړو هېوادونو د پاك هند اړيكو په اوسنۍ وضعه او د جمو او كشمير په صورتحال خبرې وكړې۔دوي د جمو كشمير شخړې پشمول د پاكستان او هند ترمينځه ټولې مسئلې په په امناكه ډول او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د هوارولو حاجت رامخې ته كړو۔د دواړو اړخه افغانستان كښې د افغان اولس په مشرۍ كښې مفاهمتي عمل له د مرستې پخلې وكړو۔بېلاروس د افغانستان او سيمه كښې امن او پرمختګ ودې له د څلور اړخيزه ډلې پشمول د پاكستان مهم كردار رامخې ته كړو۔پاكستان او بېلاروس تجارتي او اقتصادي مرستې په حقله د بېلاروس او پاكستان كميسون د هلو ځلو جاج واخست او د بېلاروس او پاكستان تجارتي كمېتۍ هلو ځلو له يې د مرستې څرګندونه وكړه۔كاروباري٬سائنسي٬كلتوري٬تعليمي او نورو څانګو كښې رابطو ته پراختيا وركولو له د هر ډول مرستې كولو سلا راغله۔د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په لړ كښې د پلاويو تګ راتګ٬په سيمه ايزه كچه د مرستې په پروګرامونو عملدرآمد٬سيمه ايزو ميلو٬نندارتونونو او كلتوري دستورو كښې د ګډون په اهميت هم زور راوړلې شو۔د بېلاروس حكومت د خپل سفارت جوړولو لپاره د پلاټ په وقف كولو د پاكستان مننه وكړه۔پاكستان هم په منسك كښې د پاكستاني سفارت لپاره د زمكې په وړاندېز د بېلاروس مننه وكړه۔ دواړو هېوادونو د دورې پھ مهال لاس ليك شويو لوظ نامو او دستاويزات عملدرآمد پھ حقله په شريكه توګه ګټورې همكارۍ پھ بنياد دوه اړخيزه خبرو اترو ته لا ودې وركولو له د باور څرګندونه وكړه۔د بېلاروس اولس مشر په تود هركلي كولو د وزيراعظم نواز شريف او پاكستان اولس مننه وكړه او هغه له يې پھ مناسب وخت د بېلاروس دورې بلنه وركړه۔