ټول هېواد كښې د پاسپورټ 139 دفترې كار كوي۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد ۔4اکتوبر(اے پی پی) سېنېټ ته ووئيل شول ټول هېواد كښې د پاسپورټ 139 دفترې جوړې شوې دي ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب كښې شېخ آفتاب احمد ووئيل ټول هېواد كښې د پاسپورټ 139 دفترې كار كوي چې پكښې فاټا كښې 5 ٬ ګلګت بلتستان كښې 7٬ اے جے كے كښې 10٬ بلوچستان كښې 18‘ سندھ كښې 20‘ خېبرپښتونخوا كښې 23‘ پنجاب كښې 54 او اسلام آباد كښې دوه دفترې جوړې كړې شوې دي