ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان په برتانيه كښې د كېدونكې نړيوالې تجارتي ميلې”انټرنېشنل فوډ اينډ ډرنك ايونټ”كښې د ګډون كولو خواهش لرونكو تجارتي او برآمدي ادارو څخه تر 20 اكتوبر 2016 پورې خواستونه وغوښتل

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پی پی) ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټي آف پاكستان په برتانيه كښې د كېدونكې نړيوالې تجارتي ميلې”انټرنېشنل فوډ اينډ ډرنك ايونټ”كښې د ګډون كولو خواهش لرونكو تجارتي او برآمدي ادارو څخه تر 20 اكتوبر 2016 پورې خواستونه غوښتلي۔د اتهارټي جاري شوي تفصيلاتو له مخې څلور ورځې تجارتي ميله به 19 نه تر 22 مارچ 2017 لندن كښې كېږي۔نړيوال نندارتون كښې د ګډون د لارې د خوراك څښاك مصنوعات جوړونكې او برآمد كونكې ادارې به خپل مصنوعات د نړيوالو اخستونكو سره كاروباري معاملات ترسره كولې شي كوم سره به چې قامي برآمداتو ته وده ترلاسه شي۔نړيوالې تجارتي ميله كښې د ګډون په اړه نور تفصيلات د اتهارټي پھ وېب پاڼه هم ترلاسه كيدې شي