وسله وال ځواك د كوم هم جارحيت مقابلې له په بشپړه توګه چمتو دے

پېنډۍ01 اكتوبر (اے پی پی)پاك پوځ يو ځل بيا په اېل او سي د سرجيكل اسټرائيك هندي ادعا د دروغو اډانه او بې بنسټه ګرځولو سره وئېلي دي چې داسې څه نه دي شوي كه په سباؤن كښې هند كوم ډول جارحيت وكړو نو ځواب به يې وركولې شي۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه د خالي په ورځ ملكي او غېر ملكي مېډيا ته د لائن آف كنټرول په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې زمونږ وسله وال ځواك د هر ډول جارحيت مقابلې له چمتو دے۔ده ووئيل پاك پوځ په لائن آف كنټرول د هندي ډزو ځواب وركړے۔ده يو ځل بيا د هند د سرجيكل اسټرائيك ادعا بې بنسټه او په دروغو اړدانه ګرځولو سره رد كړه۔د بهمبر سېكټر جنرل آفيسر كمانډنګ د مېډيا نمائندګانو ته بريفنګ وركولو څخه خبر كړو چې د 28 او 29 ستمبر په شپه په اېل او سي د سرجيكل اسټرائيك كومه پېښه نه ده شوې د كومې ادعا چې د هند ډي جي اېم اوز كړې