وزيراعظم محمد نواز شريف د مقبوضه كشمير پھ حقله ملګرو ملتونو ته جامع خطاب كړې

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د مقبوضه كشمير پھ حقله ملګرو ملتونو ته جامع خطاب كړې ؤ ٬كشمير نړيواله شخړه ده٬د هند دا وېنا چې كشمير اټوټ انګ دے د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده٬د سرجيكل اسټرائيك ډنډورې هند ته زيان رسولې ٬سندھ طاس لوظ نامه كښې بدلون يا دغه ختمول به جنګي اقدام وي٬پھ قامي مسئلو دې مېډيا د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔د زيارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل دوه ورځې وړاندې ټول ګونديز كنفرنس شوې چې پكښې ټولو سياسي ګوندونو د مقبوضه كشمير په وضعه خپلې رائے وركړي او پھ هغې تفصيلي بحث شوې۔ټول ګونديز كنفرنس ان كيمره ؤ خو پھ مېډيا ټاك شو كښې د اے پي سي كاروائۍ پھ حقله خبرې شوي۔د دې معاملې دې خبر واخستلې شي۔ده ووئيل كشمير د پاكستان شا رګ دے٬كشمير كښې نن اور لګېدلې٬ځوانان ړندوي ٬د كومې مقابلې له چې كشميري ځوانان د جديدې وسلې پھ مقابل كښې د تيګو او غرګو نه كار اخلي ۔ده ووئيل كشمير يوه نړيواله شخړه ده٬د هند دا وېنا چې دا د هند اټوټ انګ دے د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ سنېټر اعتزاز احسن ووئېل د كشمير پھ مسئله د پاكستان او هند ترمينځه د څلورو جنګونو باودو پھ سندھ طاس لوظ نامه هېڅ خبره نه ده شوې۔٬د هند قيادت كه دا ګڼي چې پھ سندھ طاس لوظ نامه كښې بدلون وكړې شي يا دا ختمه كړی شي نو دا به د هند د اړخه يو جنګي اقدام وي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف ملګرو ملتونو ته چې كوم خطاب كړے هغه د ستائنې وړ دے۔