هند سره د جنګ امكان نشته٬د پاكستان مېزائل سسټم دومره قوي دے چې هند د بريد جرت نه شي كولې

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي آفتاب احمد شېرپاؤ وئېلي دي هند سره د جنګ امكان نشته٬د پاكستان مېزائل سسټم دومره قوي دے چې هند د بريد جرت نه شي كولې٬تر څو چې د كشمير مسئله نه وي حل د دواړو هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالې كمېدې نه شي۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېديا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ تريخوالې د ډېر وخت نه راروان دے٬كله دا كم او كله زيات شي خو تر څو چې د كشمير مسئله حل شوي نه وي دا مسئله نه شي حل كېدې۔ده ووئيل د هند عسكر مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهه ګري كوي۔ده ووئيل هند سره د جنګ امكان نشته٬د پاكستان مېزائل سسټم دومره قوي دے چې هند د بريد جرت نه شي كولې٬تر څو چې د كشمير مسئله نه وي حل د دواړو هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالې كمېدې نه شي۔ده ووئيل هند د اړي پھ بريد په پاكستان تور لګولې او پھ دې خبره ګښې هغوي ناكامۍ سره مخ شوي٬ ده ووئېل حكومت دې خپل استازي نړۍ ته ولېږي دغسې امريكې هم وئېلي چې تاؤ تريخوالې دې ختم كړی شي۔(ص ف/ض ض/وس/1902)