هلیری کلنټن سره په انتظامی کار كولو كښې خوښي نه لرم ۔ جو بائیډن

واشنګټن 29 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې دوهم اولس مشر جو بائیډن وئيلي كه د ډیموکریټك ګوند كانديده هیلری کلنټن د هيواد اولس مشره وټاكلې شوه نو هغې سره انتظامی کار كولو كښې خوښي نه لرم۔بائیډن پھ يوه مركه كښې ووئيل كه کلنټن د هيواد اولس مشره جوړېږي هغې لپاره هر څه كولې شم خو د هغې د انتظامی ډلې برخه جوړېدل نه غواړم۔ د کلنټن د ټاكنو كمپائن سره تړون لونكې ذريعو له مخې د نومبر په 8مه نيټه كيدونكو ټاكنو كښې كه هغه کامیابه شوه نو بائیډن له د خارجه وزارت په وركولو غور کېږي