هغه د هېواد د پرمختګ له هېڅ پروګرام نه لري

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال آصف كرماني وئېلي دي عمران خان په هېواد كښې انتشهار خپرول غواړي٬هغه د هېواد د پرمختګ هېڅ پروګرام نه لري۔د نهې په ورځ پي ټي وي پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې ده ووئيل عمران خان د وزيراعظم سره په ذاتي توګه منفي سياست كوي۔ده ووئيل په جمهوريت كښې احتجاج كول د ټولو حق دے خو د احتجاج په سوب د هېواد په ضد د سازش كولو اجازه به چا له هم ورنه كړې شي٬ده ووئېل د عمران خان ايجنډا يوازې ټاكلې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كول دي بايد پي ټي آئي ياد ولري چې په زيات اكثريت سره ټاكلې شوې وزيراعظم د يو څو غېر سنجيده وګړيو په غوښتنه به چرته هم استعفٰی ورنه كړي۔ده ووئيل عمران خان خېبرپښتونخوا كښې هم د اولس په خذمت كښې ناكامه راغلې ٬پي ټي آئي آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او په هېواد كښې په ټولو ضمني ټاكنو كښې ماتې خوړلې٬ ده ووئېل راروانو ټول ټاكنو كښې هم ماتې به د هغوي مقدر وګرځي۔ده ووئيل وزيراعظم له اولس د پنځو كلونو حكومت كولو آئيني مېنډېټ وركړے كوم به چې بشپړولې شي