اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان نېكټا ته وئيلې دي چې په اتلسم اكتوبر د اعلٰې وزيرانو غونډې له په بېلا بېلو مسئلو جامع وركنګ پېپر جوړ كړئ٬ د وزيرانو د غونډې پرېكړه داخله وزير تېره ورځ د لوړې كچې په غونډه كښې كړې وه او په دې لړ كښې داخله وزير د شورو په ورځ نېكټا ته د څلورم شېډولز لسټ جاج اخستو لپاره د وركنګ پېپر جوړولو كار وركړې۔ داخله وزير ووئيل څلورم شېډول اپ ډېټ كولو له به اعلٰې وزيرانو سره وړاندېزونه شېئر كوٶ۔داخله وزير ووئيل د كالعدم تنظيمونو د غړو فهرست دې اپ ډېټ كړې شي دغسې چې د تنظيمونو په هڅو نظر وساتلې شي او كوم بل ځائ كښې په نوي شناخت د بيا رامخې ته كېدو مخ نويې وكړې شي ۔ داخله وزير نېكټا ته امر وكړو چې د كالعدم تنظيمونو او د څلورم شېډولز غړو د بانك اكاٶنټس ٬ وسلې لائسنس ٬ پاسپورټ ٬ ډرائيونګ لائسنس او نورو شناختي سندونو بلاك كولو كار ګړندې كړئ۔ ده نېكټا ته د خاص سېل جوړولو امر وكړو چې په غېر قانوني توګه د ترهه ګرو د مالي مرستې خاتمې له مطلوبه نتيجې ترلاسه كړې