نړيوال سرمايه كار دې سي پېك كښې د سرمايه كارۍ موخو څخه ګټه پورته كړي

APP03-18 ISLAMABAD: October 18 - President Mamnoon Hussain talking to a delegation of Pakistan Business Council, Dubai headed by its President Muhammad Ahmed Shaikhani called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي نړيوال سرمايه كار دې سي پېك كښې د سرمايه كارۍ موخو څخه ګټه پورته كړي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان بزنس كونسل دبئي صدر محمد احمد شېخاني په مشرۍ كښې پلاوي سره ايوان صدر كښې خپلو خبرو كښې وكړه چا چې اولس مشر سره ملاقات كولو۔اولس مشر پلاوي له باور وركړو چې حكومت سرمايه كارو له آساني وركولو له لوظي دے۔اولس مشر ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې چې ورسره په هېواد كښې د سرمايه كارۍ موخې زياتې شوي دي۔ده سرمايه كارو ته ووئيل د ودانۍ او د انرژۍ په اړه په زړه پورې سرمايه كاري وكړي۔اولس مشر د پاكستان بزنس كونسل دبئي خذمات ستائېلو سره ووئيل تاسو پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي۔اولس مشر ووئيل حكومت فني تربيې له ګامونه پورته كړې او ځوانانو له فني تربيه وركوي۔د پاكستان بزنس كونسل صدر محمد احمد شېخاني اولس مشر ته ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ څخه ګټھ پورته كولو له پلاوې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په غرض راغلې۔پلاوي پاكستان كښې د امن په ښه شوې وضعه اطمېنان څرګند كړو