نړيواله ورورولي بايد مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ خبر واخلي او كشميري اولس له د خپلواكه او سپېځلو ټاكنو د لارې د خپلواكۍ حق وركولو له خپل لوظونه تر سره كړي

اسلام آباد ۔ 26 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ خبر واخلي او كشميري اولس له د خپلواكه او سپېځلو ټاكنو د لارې د خپلواكۍ حق وركولو له خپل لوظونه تر سره كړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د اكتوبر 27مه نېټھ د كشمير په حقله د تورې ورځې لمانځلو په توګه خپل پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كشمير مسئلې امناكه ٬ جمهوري او معقول هوارے وړاندې كړے ٬ مونږ يو ځل بيا هند ته وايو چې ټوله منطقه كښې امن ٬ سوكالۍ او د كشمير مسئلې هواري له د سلامتي كونسل اړوند قراردادونه عملي كړي۔ اولس مشر ووئيل په مقبوضه كشمير د غېر قانوني قبضې په سوب د سيمې يو نيم ارب اولس د تېرو 7 لسيزو څخه امن او سوكالۍ څخه محروم كړے شوے۔ اولس مشر ووئيل 27 اكتوبر ټوله نړۍ كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ دا هغه ورځ ده چې په كال 1947ء كښې هندے پوځ په غېر قانوني توګه قبضې له سرينګر ته تللې وو او د بشري تاريخ تر ټولو زيات د افسوس او غم وړ باب پرانستې شوې ؤ ۔ ده ووئېل په 8 جولائی 2016ء د كشمير زلمي لارښود برهان واني شهادت نه پس 68 كاله څخه د روان هندي زور او ظلم يوه نوې لړۍ پېل شوه۔ ده ووئيل د كشمير تش لاسه اولس د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ حق غواړي۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير د تاريخ تر ټولې اوږدې كرفيو په سوب يو انساني ستونزه رامخې ته شوې كومې چې كشميرے اولس ډېر زيات ځپلے۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان اولس او نړۍ آزادۍ سره په مينه لرلو او د هندي ظلم او زياتي په مړانه مقابله كولو د كشميري اولس حوصلې ته سلام كوي۔ اولس مشر ووئيل مونږ خپلو كشميري وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوؤ او د خپلواكۍ حق لپاره به د دوئي د هلو ځلو ملاتړ روان ساتو۔