اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی)پاكستان افغانستان كښې امن او استحكام له د ناټو لوظنامه ستائېلې۔ دا خبره د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټيننټ جنرل ناصر خان جنجوعه د ناټو ملټري كمېټۍ چيئرمېن پټير پيول سره د زيارت په ورځ په وزيراعظم سېكرټرېټ كښې د ملاقات په مهال وكړه۔د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د قامي سلامتيا سلاحكار د ناټو ملټري كمېټۍ چيئرمېن د نېشنل ايكشن پلان او ضرب عضب عملياتو په اړه خبر كړو كوم چې پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد كامياب ګامونه دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې منطقه كښې امن ترلاسه كولو له به د جنګ په نتيجه كښې ترلاسه كړې شويو كاميابو پلو به پام ګرځول وي۔ ده د افغانستان حكومت او طالبانو ترمينځه امن په ځائې كولو له د روغې جوړې عمل په حاجت هم زور راوړو۔