ملګري ملتونه به حلب كښې په مرستندويه ډلې د بريد پلټنې كوي

ملګري ملتونه 01 اكتوبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كی مون اعلان كړی چې د سوريې په حلب ښار كښې تېره اونۍ كښې په مرستندويه ډله د شوي بريد پلټنو لپاره د پلټنو يو بورډ جوړ كړې شوے۔د المان مېډيا له مخې بان كی مون لخوا وئېلي شوي دي چې د ملګرو ملتونو يو داخلي بورډ به د دې پېښې په اړه حقائق جمع كوي او راپور به بان كی مون ته وړاندې كولې شي۔ملګري ملتونه خبردارې وركړې چې چې په مرستندويه ډلو بريدونه د جنګي جرمونو پھ زمره كښې راځي۔د يادونې وړ ده چې په حلب كښې په ځپليو سيمو كښې ګير شوي عام وګړو د مرستې لپاره د نړيوالې ادارې پھ ټركونو بمباري شوې چې په نتيجه كښې يې 18 كسان مړه شوي۔د ستمبر په 19مه نېټھ رامخې ته شوې پېښې ذمه واري په روس لګولې كېږي خو د روسيې حكومت د دې تورونو ترديد كوي