مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو تېره مياشت 44 كشميريان شهيدان كړي

سرينګر 01 اكتوبر (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې هندي عسكرو د رياستي ترهه ګرۍ روانو كاروائيو پھ مهال تېره مياشت ستمبر كښې 12 كلونو څخه كم عمره ماشومانو او د يوې مېرمن پشمول 44 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د ريسرچ سېكشن لخوا جاري شوي شمېرو له مخې پھ دې كښې 11 كسان په يوه جعلي مقابله كښې وژلې شوي۔د دې شهادتونو په نتيجه كښې 2 مېرمنې كنډې او 5 ماشومان يتيمانان شوي۔مقبوضه سيمه كښې د هندي عسكرو او پوليس اهلكارو لخوا تېره مياشت په امن ناكه مظاهره چيانو پيلټ ګن او اوښوكي بهاونكي ګاز پشمول د طاقت بې درېغه استعمال امله 5 زره 5 سو 24 كشميريان سخت ژوبل شوي او په دې مهال ګڼ وګړي چې پكښې زياتره ځوانان او حريت غړي شامل وو نيولې شوي چې پكښې د ځينو په ضد تور قانون پبلك سيفټي ايكټ لګولې شوے